۰

کورنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت امنیتي پرسونل منفک کړی

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۷
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندوو ګوښه او منفک کړي یې دي.
کورنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفارت امنیتي پرسونل منفک کړی
د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندوو ګوښه او منفک کړي یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي ویلي، د پاکستان سفارت له امنیتي پرسونل ورته ګڼ شکایتونه رسېدلي نو ځکه یې منفک کړي دي.

ابراهیمي په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې دغه کسان په فساد کې ښکېل دي او د ویزو په ورکړه کې یې بې نظمي راوستې ده.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وايي، د دې سفارت د امنیت لپاره د پولیسو د ګومارل شوي شپږم ټولي ټول پرسونل یې منفک کړی دی او پر ځای به یې نوي او پاک نفسه کسان ګوماري.

د هغه په خبره د هېواد امنیتي ارګانونو ته د خپلو خلکو عزت او اسانتیا تر هر څه مهمه ده نو په همدې موخه یې دغه پرسونل له دندې ګوښه کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د پاکستان د ویزې په ورکړه کې به پوره اسانتیا رامنځ ته کېږي او په دې سفارت کې به ټولې کمیشنکارۍ له منځه وړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي