د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه ځانمرګی تېره شپه(د سلواغې ۲۰مه) د لوګر ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ځانمرګي بریدګر د چاوېدونکو توکو ډک کرولا موټر په واسط غوښتل په کابل کې خونړۍ برید وکړي، خو پولیسو هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل