لوګر کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی

21 دلو 1397 ساعت 12:37

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه ځانمرګی تېره شپه(د سلواغې ۲۰مه) د لوګر ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ځانمرګي بریدګر د چاوېدونکو توکو ډک کرولا موټر په واسط غوښتل په کابل کې خونړۍ برید وکړي، خو پولیسو هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com