۰

قریشي: باور جووړنې ته راغلی یم! رباني: د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو!

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د اړیکو رغولو او باور جوړونې په موخه کابل ته راغلی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان دې د باور جوړونې او افغان سولې به برخه کې ریښتني او عملي اقدامات وکړي.
قریشي: باور جووړنې ته راغلی یم! رباني: د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو!
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د اړیکو رغولو او باور جوړونې په موخه کابل ته راغلی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان دې د باور جوړونې او افغان سولې به برخه کې ریښتني او عملي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني او ښاغلي قریشي دغه څرګندونې نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان تر درې اړخیزې غوندې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

 په دې ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د افغان سولې او په سیمه کې د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دغه راز د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

په دې خبري کنفرانس کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې و ویل، چې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه دی نو ځکه چین هڅه کوي، له یوې خوا د افغان سولې او ثبات په برخه کې رول ولوبوي او له بلې خوا د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې ورغوي.

هغه زیاته کړه، چې د دې درې اړخیزه غونډې په ترڅ کې د درې واړه هېوادونو تر منځ پر افغان سولې، له ترهګرۍ سره پر ګډې مباررزې او دغه راز د سیمه ییز همکاریو په برخه کې خبرې وشوې او په اړه یې یو تړون هم لاسلیک شو.

که څه هم نوموړي د دغه هوکړه لیک په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې د یاد تړون له مخې به درې واړه هېوادونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات او دغه راز د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ګډه کار کوي.

وانګ يي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده او چین په کلکه هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، ځکه افغانستان کې د سولې په ټینګېدو سره په سیمه کې ګڼو لویو اقتصادي پروژو ته لار پرانستل کېږي.

د هغه په وینا چین د افغان سولې تر څنګ هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې هم ښه والی راشي او یو بل اعتماد وکړي، ځکه دواړه هېوادونه د چین ستراتېژیک ملګري دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي و ویل، که له یوې خوا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه راغلی له بلې خوا یې کابل ته د راتګ هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو رغول او د باور فضا رامنځ ته کول دي.

قریشي زیاته کړه، چې هېواد یې افغانستان ته د سولې او ثبات د راتګ په برخه کې همکاری ته چمتو دی او هیله ده، چې کابل ته یې راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان کې سوله د پاکستان او سیمې په ګټه ده او دوی چمتو دي څو د یو ښه ګاونډي رول په پوره صداقت سره ترسره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې له پاکستانه د ترهګرو د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل«ښه به وي، چې نور یو پر بل له تور پورې کولو لاس واخلو په ریښتینې توګه په سیمه کې د امن او د باور فضا د رامنځ ته کولو له پاره کار وکړو او له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړو، چې دا د ټولو په ګټه ده.»

قریشي په سیمه کې په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه اړیکو په پراختیا د ټینګار تر څنګ و ویل، پاکستان هڅه کوي د افغان ولس لپاره د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیز یوه ډالۍ شي.

په دې ګډ خبري کنفرانس کې بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني و ویل، چې له پاکستان د افغانستان یوازینۍ غوښتنه په سوله کې لازمه همکاري ده.

ښاغلي رباني زیاته کړه، چې پاکستان په وار وار په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنې کړې خو تر اوسه یې په دې برخه کې لازمه همکاري نه ده کړې او تمه ده، چې پاکستان د باور فضا رامنځ ته کولو په موخه د افغان سولې په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې سوله د افغانانو لومړۍ او اساسي غوښتنه ده او له پاکستان نه په جدي توګه غواړو چې په دې برخه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړي.

باید و ویل شي، چې په دې درې اړخیزه غونده کې د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د درې واړه هېوادونو تر منځ یو هوکړه لیک هم امضا شو او دغه راز له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي هم خبرې اترې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي