۰

امام علي رحمان او صلاح الدین رباني پر سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر وران وضعیت او سوله خبرې کړې دي.
امام علي رحمان او صلاح الدین رباني پر سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر وران وضعیت او سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني په یوه ټوټېت کې لیکلي، چې افغانستان له تاجکستان سره دوستانه اړیکو ته ارزښت ورکوي او په دې برخه کې د لا نږدې کېدو لپاره هڅې کوي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان د روان وضعیت، سولې، ثبات، پرمختګ او دوه اړخیزه اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې د تاجکستان هڅې ستایلې دي او ویلي یې دي، چې افغان حکومت یې منندوی دی.
 
په ورته وخت کې د ازبکستان ولسمشر هم ویلي، چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هېواد یې چمتو دی، چې د سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي