۰
افغان ځواکونه:

طالب او داعش مو په ګونډو کړی، قرباني ورکو خو ولس او خاوره ساتو

پنجشنبه ۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۲
د افغان سرتېري د ورځې په رارسېدو سره په ټولو ولایتونو کې دغه ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل شوې او ولسي خلکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او قربانۍ ستایل هغوی ته د ګلونو په ورکړه کړي دي.
طالب او داعش مو په ګونډو کړی، قرباني ورکو خو ولس او خاوره ساتو
د افغان سرتېري د ورځې په رارسېدو سره په ټولو ولایتونو کې دغه ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل شوې او ولسي خلکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او قربانۍ ستایل هغوی ته د ګلونو په ورکړه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن د کب ۹ مه ده خو دا ورځ په افغانستان کې د افغان سرتېري په نوم ده، نو ځکه یې په ویاړ ولس له خپلو سرتېرو د ملاتړ اعلان هم کړی دی.

د خلکو په باور نن هغه ورځ ده، چې افغان سرتېري خپل سر او سینه دښمن ته سپر کړې او غواړي په خپلو قربانیو سره له ولس او خاورې په مېړانه دفاع وکړي.

د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغه ورځ د ولسي خلکو او حکومتي ادارو له خوا په بېلا بېل ډول لمانځل شوې او پر افغان ځواکونو یې ویاړ کړی دی.

ولس وايي، دوی پر خپلو ځواکونو باور او د دې وړتیا لري، چې له خپلې خاورې او ولس څخه په هر ډول شرایطو کې په مېړانه دفاع کولی شي.

پر خواله رسنیو هم د افغان سرتېرو تصویرونه ښکته پورته کېږي او په ستایونکو کلیمو او له هغوی سره پر خپل انځورونو یې دغه ورځ لمانځې ده.

په ورته وخت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم د خپل ولس له ملاتړ څخه مننه او هرکلی یې کړی او ویلي یې تر چې یو څاڅکی وینه یې وجود کې وي له ولس او هېواد څخه به دفاع کوي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وايي، طالب، داعش او نورې ترهګرې ډلې او د هېواد دښمنان یې په ګونډو کړي او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړی، چې هېڅ وخت به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

افغان سرتېري وايي، دوی په هر ډول شرایطو کې د قربانۍ ورکولو او درد څکلو ته تیاري تر چې ولس په ارامه او سوکاله ژوند وکړي.

د هېواد په ختیځ کې د افغان کمانډو ځواکونو یوه افسر لطیف محبوب جمهور خبري آژانس ته و ویل«د ولس له ملاتړ نه مننه، موږ هڅه کو، چې امنیت ټینګ شي، موږ ځان قربانو تر څو د ولس او خاورې غزت وساتل، هېڅ وخت له جګړې په شاه نه ځو یا به د هېواد په دفاع او مینه کې شهیدان شو او یا به په ویاړ دښمن له منځه وړو.»

نوموړي و ویل« د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دنده همدا ده، چې له ولس، خاورې او ملي نوامېسو ساتنه او دفاع وکړو، تر څو مو یو څاڅکی وینه وجود کې ویني، دغه ویاړمنې دندې ته به داوم ورکوو.»

په ورته وخت کې افغان امنیتي او دفاعي ادارې هم وايي، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د ولس له خوا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او ستانیه په شانداره مراسمو کې وشوه او د هغوی مورال یې نور هم لوړ کړ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس ملاتړ او ستاینې وښوده، چې د ولس او دغه ځواکونو تر منځ پخوانی واټن نور له منځه تللی دی.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي