۰
جمعیت ګوند:

له عبدالله سره نه یو، د صدرات نظام مبارزې ته دوام ورکوو

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۳
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له له خپل نېږدې سیاسي ملګري عبدالله عبدالله لار جلا کړې وايي، دوی د ولسمشر غني سره د عبدالله د سیاسي هوکړې برخه نه دي.
له عبدالله سره نه یو، د صدرات نظام مبارزې ته دوام ورکوو
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له له خپل نېږدې  سیاسي ملګري عبدالله عبدالله لار جلا کړې وايي، دوی د ولسمشر غني  سره د عبدالله د سیاسي هوکړې برخه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ګوند نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه اعلامیه کې دغه هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې د هوکړې په ترڅ کې د یو غیر متمرکز نظام د رامنځته کېدو غوښتنه دوی هم لرله.

خو په وینا يې اوسني توافق کې عبدالله د نظام تمرکز او ټاکنیزو پایلو ته مشروعیت ورکړ چې په دې کار سره یې د ګوند سره خطونه مات کړي دي.

 جمعیت ګوند وايي اوسنی حکومت قانوني او مشروع نه دی، دوی کومه څوکۍ هم نه غواړي بلکې د صدارتي نظام د رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منخ سیاسي هوکړه پرون لاسلیک شوه، چې په کې عبدالله د ۵۰ سلنه کابینې په وندې د مصالحې د عالی شورا رییس هم وټاکل شو او دوستم په کې مارشال شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي