۰
فیفا:

د ټاکنو روڼتوب نه باید د کمېسیونونو د جوړجاړي قرباني شي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۵
د افغانستان د آزادو او رڼو ټاکنو یا فیفا بنسټ وايي، د ټاکنو د رایو د شمېرو پروسه او شفافیت نه باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړجاړي قرباني شي.
د ټاکنو روڼتوب نه باید د کمېسیونونو د جوړجاړي قرباني شي
د افغانستان د آزادو او رڼو ټاکنو یا فیفا بنسټ وايي، د ټاکنو د رایو د شمېرو پروسه او شفافیت نه باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړجاړي قرباني شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو شکایتونو کمېسیون یوه اوونۍ پر دې کړکېچ درلود، چې یوه له بایو متریک پرته رایې هم د باور او شمار وړ بللې، خو د شکایاتو کمېسیون بیا دغه ډول رایې باطلې اعلان کړې.

له یوې اوونۍ جنجال وروسته پرون چهارشنبې دواړو کمېسیونو په یوه ګډه خبري غونډه کې پر دې موضوع د توافق او هوکرې پخلی وکړ او ویې ویل، چې له بایومتریک پرته رایې هم د باور وړ دي، خو په دې شرط چې د رایه ورکونکو له نوملړ سره سر وخوري او د باطلېدو کوم بل دلیل او تخنیکي ستونزه ونه لري.

د کمېسیونونو همدې جوړ جاړي او توافق ته په شارې د فیفا اجرائیوي رییس یوسف رشید جمهور خبري آژانس ته په یوه مرکه کې و ویل، که څه هم دوی د دغه هوکړې هرکلی کوي، خو په وینا یې د رایو د شمېرو پروسه او شفافیت نه باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړجاړي قرباني شي.

نوموړي وایي، په داسې حال کې، چې یادو کمېسیونو خپل منځي ستونزو ته د پای ټکی کېښود اوس باید په ګډه د رایې شمېرو پروسه کې په پوره شفافیت کار وکړي او حق خپل حق دار ته وسپاري.

د هغه په وینا که چېرته کمېسیونونه د رایو شمېرلو پروسې سره سربېرن چلند وکړي او دقت او شفافیت په کې په پام کې ونه نیسي، نو لویې ستونزې به راوپنځوي.

رشید وایي، په ټاکنیزه پروسه کې زیاته شکایتونه هم د هغه رایو په اړه دي، چې له بایومتریک پرته تر سره شوي، نو دې ته په کتو هم کمېسیونونه اړ دي، چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او سپنې رایې له تورو هغو بېلې کړي.

د فیفا اجرائیو مشر زیاته کړه، که چېرې په دې برخه کې دقت ونه شي او سپنې رایې له تورو هغو بېلې نه شي، ښايي د هغه مرکزونو رایې چې له بایومتریک پرته تر سره شوې، د زیاتو شکایتونو له امله باطلې اعلان او په هغه مرکزونو کې له سره رایې واچول شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي