۰

صلاح الدین رباني او جنرال دوستم په ترکیه کې سره لیدلي

شنبی ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۷
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره ترکیه کې لیدلي دي.
صلاح الدین رباني او جنرال دوستم په ترکیه کې سره لیدلي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره ترکیه کې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د هېواد پر سیاسي او امنیتي حالاتو او دغه راز پر وروستیو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

صلاح الدین رباني او ښاغلی دوستم پر داسې مهال ترکیه کې سره ګوي، چې تازه د لومړي مرستیال دفتر اعلام کړي، چې لومړی مرستیال هېواد ته د بېرته راتګ اراده لري اما د ارګ د ننه کړۍ د هغه د راتګ مخینوی کوي.

د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند ویلي، ښاغلی دوستم ان یوه ورځ هم نه غواړي، چې به بېرون کې یې تېره کړي او په ارګ کې ځینې کړۍ د هغه د بېرته راتګ مخنیوی کوي.

هغه د ارګ او عطا محمد نور تر منځ وروستیو ستونزو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د قدرت د انحصار ضد او د عدالت او برابرۍ غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي