سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۹ طالبانو او درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته تېره شپه شاوخوا درې بجې د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې رامنځ شوې ده.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکز کې پر د امنیتي کمربند په ځینو پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.
نوموړي زیاته کړه دا چې افغان ځواکونه د طالبانو له بریدونو د وړاندې معلومات درلودل او د جګړې پر مهال یې هغوی له ماتې سره مخ کړل.
نورزی زیاتوي چې په دې جګړه کې شبږ وسله وال وژل شوي ۱۳ ټپیان او دغه راز درې افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني