غزني کې طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

25 ثور 1397 ساعت 11:48

سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۹ طالبانو او درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۹ طالبانو او درې سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښته تېره شپه شاوخوا درې بجې د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې رامنځ شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکز کې پر د امنیتي کمربند په ځینو پوستو ډلیز بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه دا چې افغان ځواکونه د طالبانو له بریدونو د وړاندې معلومات درلودل او د جګړې پر مهال یې هغوی له ماتې سره مخ کړل.

نورزی زیاتوي چې په دې جګړه کې شبږ وسله وال وژل شوي ۱۳ ټپیان او دغه راز درې افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 104319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com