۰

طالبانو په سرپل کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې ده

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۲
په شمال کې سیمه ییز امنیتي چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې او ازبکستاني روزونکي په کې ماشومانو ته جګړیزې زده کړې ورکوي.
طالبانو په سرپل کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې ده
په شمال کې سیمه ییز امنیتي چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې او ازبکستاني روزونکي په کې ماشومانو ته جګړیزې زده کړې ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د سرپل ولایت د پولیسو مشر خلیل الله دستیار له آریانا نیوز تلوېزیون سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په سنګ سوراخ سیمه کې دغه نظامي اکاډمي جوړه کړې او دا مهال په کې د دوه ازبکستاني روزونکو له خوا نېږدې درې سوه ماشومانو ته د جګړې زده کړې ورکوي.

د سرپل امنیه قوماندان وايي، دغه موضوع یې په مرکز کې له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او ډېر ژر به د طالبانو د دغه پوځي اکاډمۍ د لمنځه وړلو له پاره عملیات تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي