طالبانو په سرپل کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې ده

23 ثور 1397 ساعت 9:42

په شمال کې سیمه ییز امنیتي چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې او ازبکستاني روزونکي په کې ماشومانو ته جګړیزې زده کړې ورکوي.


په شمال کې سیمه ییز امنیتي چارواکو ویلي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې یوه لویه نظامي اکاډمي جوړه کړې او ازبکستاني روزونکي په کې ماشومانو ته جګړیزې زده کړې ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د سرپل ولایت د پولیسو مشر خلیل الله دستیار له آریانا نیوز تلوېزیون سره په خبرو کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په سنګ سوراخ سیمه کې دغه نظامي اکاډمي جوړه کړې او دا مهال په کې د دوه ازبکستاني روزونکو له خوا نېږدې درې سوه ماشومانو ته د جګړې زده کړې ورکوي.

د سرپل امنیه قوماندان وايي، دغه موضوع یې په مرکز کې له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او ډېر ژر به د طالبانو د دغه پوځي اکاډمۍ د لمنځه وړلو له پاره عملیات تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 104219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com