ملګرو ملتونو کې د چین استازي امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو په سرغړونې تورنه کړې وایي، امریکا په نورو هېوادونو کې بې ګناه وګړي وژني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سین هوا اژانس وايي، د چین استازي د جون په ۲۲مه نېټه د بشري حقونو شورا د ۵۰مې ناستې په بهیر کې د غیر قضايي اعدامونو مسئلې له ځانګړي راپور کوونکي سره په ډیالوګ کې ویلي، چین د امریکې اړوند کړنې څاري.
د چین استازي زیاته کړې، چې په امریکا کې د پولیسو د زورزیاتي له امله ډېر کسان وژل کېږي او امريکايي ځواکونه بيا په بهرنيو هيوادونو کې پوځي عمليات کوي او بې له محدودیته د نورو هېوادونو بې ګناه وګړي وژني، خو د امريکا قضايي ادارې يې عاملينو ته هېڅ سزا نه ورکوي.
د چين استازي زياته کړې، چې د بشري حقونو شورا او یاد ځانګړی راپور کوونکی باید د اړوندو پېښو په اړه بشپړه او عادلانه پلټنه وکړي او امريکا دې مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل