۰

برېتانیا له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده

شنبی ۲۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۲
د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازې ریتا فرينچ ويلي، هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.
برېتانیا له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده
د بشري حقونو په برخه کې د بريتانيا استازې ریتا فرينچ ويلي، هيواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ننګونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه اندېښنمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ریتا فرينچ د بشري حقونو شورا ته په وینا کې ويلي دي چې افغانان د امن ژوند حق لري او د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د څیړلو غوښتنه کوي.

په ژنيو کې د بریتانیا دغه استازې وایي، له افغانانو سره به یې لاسنیوی او مرستې دوام ولري او بریتانیا سږ کال ۲۸۶ میلیونه پونډه ژمنه کړې، چې د لومړنیو بشري اړتیاو سره مرسته وکړي چې د ژوند ژغورنې په دې مرسته کې ښځې مهم رول لري.

دغې بریتانوۍ استازې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځیو ښوونځیو د بندېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونو یې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي