د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لسګونه کسان په یو ډول ناپېژاندې ناورغۍ اخته شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د صحت رییس عبدالحکیم حکیمي وايي، د شاه جوی ولسوالۍ د شیخال د سیمې ۱۵۰ تنه په یو ډول ناپېژاندې ناورغۍ اخته شوي، چې روغتون کې بستر دي.
دی وايي، د دغه کسانو د ناورغۍ تشخیص لپاره د ډاکترانو هڅې پیل شوې چې تر اوسه یې دقیق معلومات نه دي شوي، خو علایم یې کولرا ته ورته دي.
د زابل د روغتیا د رییس په وینا د دغه ناروغانو له ډلې د ۲۵ تنو روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وایي، د یادو ناروغانو کابو ۵۰ سلنه یې ماشومان او نور پاتې یې لویان دي.
جمهورخبري آژانس:کابل