۰
اروپايي تولنه:

پر زده کړه او ښوونځیو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
اروپايي ټولنې د افغانستان په کندهار ولایت کې د افغان ترک ښوونځي د یوه مدیر پر وژل کېدو خواشني ښودلې ده.
پر زده کړه او ښوونځیو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی
اروپايي ټولنې د افغانستان په کندهار ولایت کې د افغان ترک ښوونځي د یوه مدیر پر وژل کېدو خواشني ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د دغه ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن سه شنبې د غوايي ۲۷ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پر ښوونې روزنې او ځوانانو بریدونه د افغانستان په راتلونکې برید دی.

هغه ویلي، چې دوی د کندهار عینو مېنه کې د افغان ترک ښوونځي د وژل شوي مدیر له کورنۍ، دوستانو، همکارانو او زده کوونکو ته تسلیت وايي او پر دغه پېښه غمجن دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ترکیه په وړیا توګه افغانانو ته د زده کړو په برخه کې مرسته کوي او دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي.

د یادونې ده، چې د کندهار عینو مینه کې د افغان ترک ښوونځي مدیر ارشاد احمد درې ورځې وړاندې په همدې سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو کې و وژل شو.

تر اوسه د دغه وژنې علت نه دی معلوم او مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي