د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د جرمني د سفیر له مرستیال ستیفن شنیک سره وکتل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنه نن سه شنبې د غوايي ۲۰ مه د ښاغلي کرزي په کور کې شوې او دواړو خواوو د افغانستان او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
ښاغلي کرزي، جرمني د افغانستان پخوانی دوست وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دې هیواد له همکاریو مننه وکړه.
پخواني ولسشمر له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسې برخو کې د جرمني د لا ډېرو همکاریو هیله څرګنده کړه.
د حامد کرزي له فسبوک پاڼې په خپاره شوې خبر کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل