۰

کرکټ: افغانستان نن له بنګله دېش سره لوبه کوي

پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
تر پنځوس اوریزه سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ پیلوي.
کرکټ: افغانستان نن له بنګله دېش سره لوبه کوي
تر پنځوس اوریزه سیالیو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له بنګله دېش ملي لوبډلې سره د شل اوریزه لوبو لړۍ پیلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لړۍ کې دوه شل اوریزه لوبې تر سره کېږي، چې لومړی هغه به یې نن چهارشنبې د کب ۱۱ مه تر سره شي.

د لوبې لپاره افغان لوبغاړي بنګله دېش ته رسېدلي او له وړاندې په چمتوالي بوخت وو.

دواړه لوبې به د میرپور په لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د افغانستان لوبډله ډاکې ته رسېدلې چې د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبغالي کې دوې شل اوره سیالۍ وکړي.

دی وايي، ټیم ښه تیاری نیولې او هیله ده چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي