۰

د سره صلیب نړیوالې کمېټې: له طالبانو سره مو خبرې رغنده وې

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۵
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا  'ICRC' عمومي رییس رابرټ ماردیني وايي، د سوېس په جنیوا ښار کې یې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې: له طالبانو سره مو خبرې رغنده وې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا  'ICRC' عمومي رییس رابرټ ماردیني وايي، د سوېس په جنیوا ښار کې یې د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماردیني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لیدنه پرون جمعه د سلواغې ۲۲مه وشوه او دوی د دوامدار ډیالوګ په لړ کې د اسلامي امارت له استازو سره رغنده بحثونه وکړل.

نوموړي زیاته کړې، دې بحثونو کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو، د توقیف ځایونو د وضعیت، معلولیت، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې د سره صلیب د فعالیت په اړه چې د ټولو لپاره او د پراختیا په حال کې دي خبرې شاملې وې.

د یادونې ده، چې د طالبانو د حکومت لس کسیز پلاوی تېره اوونۍ د جنیوا کال د غیر حکومتي ټولنې په بلنه د سوېس جنیوا ښار ته ورسېد او د پلان له مخې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او همدا راز د سوېس او نورو اروپايي هېوادونو له چارواکو سره خبرې دوی د سفر په اجنډا کې شاملې وې.

جنیوا کال د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر خبر ورکړ چې د طالبانو حکومت په جنیوا کې له جګ پوړو چارواکو سره تر خبر وروسته د بشري مرستو په برخه کې اعلامیه تایید کړه.

د دې ټولنې په وینا په دې اعلامیه کې د ټولو افغانانو لپاره د روغتیايي خدماتو او تعلیم د برابرولو او مصوونیت، د بشري مرستو لپاره د امکاناتو د چمتو کولو او د مرستندویو ټولنو کار ته د درناوي او د کلتوري میراثونو د خوندي ساتلو په ګډون یو لړ مهم مسایل شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي