۰

د البانیا لومړی وزیر، نړۍ دې داځل افغانان یوازې نه پرېږدي

یکشنبه ۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
د البانیا لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، نړیوال دې دا ځل افغانان په یوه څلورلارې کې نه پرېږدي.
د البانیا لومړی وزیر، نړۍ دې داځل افغانان یوازې نه پرېږدي
د البانیا لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، نړیوال دې دا ځل افغانان په یوه څلورلارې کې نه پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایدي راما وايي، د نړیوالو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد ته یو ځل بیا تیارې راوګرځي.

ده ویلي«دا زموږ مسولیت دی، له ټولو امکاناتو چې په وس کې مو دي کار واخلو تر څوهغه افغانان یوازې پرېنږدو چې یو ځل بیا ځان په یوه څلورلاره کې ویني، په دې هېواد کې د تېرو شلو کلونو هغه لاسته راوړنې چې ترې سترګې نه شي پټېدای خوندي کړو، بیا د یوې تورې دورې چې نړۍ یې مخکې شاهده وه، مخنیوي وکړو او پر وړاندې یې ودریږو.»

نوموړي ټینګار کړي، چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له نړۍ هم غواړي چې افغانان دې یوازې نه پرېږدي.

ښاغلي راما دا هم ویلي، هېواد یې ګڼ ورغلي افغانان منلي دي او دوی بشري مرستو ته تیار دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګڼو نورو هېوادونو ولسمشرانو هم خبرې او ټینګار یې کړی چې نړۍ باید د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي