۰
جنرال مېلر:

دا وړتیا لرو چې د جګړې ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري، چې د جګړې ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
دا وړتیا لرو چې د جګړې ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري، چې د جګړې ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر چې پرون سه شنبې د چنګاښ ۸ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته ټینګار وکړ، چې د پوځي لارې واک تر لاسه کول د هېچا او قطعآ د افغانستان د خلکو په ګټه نه ده.

نوموړي و ویل«موږ د امریکا-طالبانو ترمنځ د تړون په اساس د تجهیزاتو، حفظ او پایداره مراقبت په برخوکې د ملاتړ صلاحیت او قابلیت لرو او په ځانګړي ډول دا وړتیا لرو که د افغانستان په ځواکونو برید کیږي، د هغو ملاتړ وکړو.»

جنرال مېلر په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړ، چې د افغان محاصره شویو سرتېرو د ملاتړ لپاره د ملېشو استول به داخلي جګړې ته لار پرانیزي.

دغه امریکايي جنرال دا هم زیاته کړه، طالبانو ته یې ویلي چې خپل تعرضي عملیات بند کړي نو په هغوی باندې به هوايي بریدونه صفر شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په سیاسي توافق سره په افغانستان کې سوله راتلای شي، خو که تاوتریخوالی کم نه کړی شي، سیاسي توافق ته رسېدل به لا ستونزمن شي.

دی وايي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي