افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان د انتقال غیر رسمي پروسه پیل شوې او رسمي به د مۍ له اولې نېټې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې همدا اوس د ځینو پوځي اډو د خالي کولو بهیر پیل شوی دی او له وتلو سره به تر ځینو تجهیزاتو پرته ټول نور تجهیزات هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
هغه په ورته وخت خبرداری ورکړی وکړ، چې که د وتلو پر مهال طالبان په تاوتریخوالي لاس پورې کړي او په بهرنیو ځواکونو برید وکړي سخت ځواب به ورکړي.
جنرال مېلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، که طالبان تاوتریخوالی نور هم زیات کړي دا به د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي او پایلې به یې د سیمې لپاره هم خطر ناکې وي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې طالبان لا هم د القاعده شبکې سره اړیکې لري، خو طالبانو دا خبرې رد کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل