د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې وایي، دغه هېواد روغتیايي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د دې ادارې مشر تدروس ادهانوم د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په جینوا کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د روان روغتیايي وضعیت او روغتونونو د حالت په اړه خبرې شوې دي.
ادهانوم ویلي چې وضعیت د تېرو میاشتو په پرتله نور هم خراب شوی دی او لامل یې دا دی چې د افغانستان روغتونونو ته مرستې نه رسېږي.
د ادهانوم په خبره که پر وخت د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې و نه شي نو زرګونه افغانان به له ستونزو سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړي، چې د روغتیا نړیواله اداره له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرستو ته ادامه ورکوي، خو افغان حکومت دې هم د ښځینه وو په شمول ټولو روغتیايي کارکوونکو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل