د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او وايي، د روغتیايي توکو او درملو ۳۴ ټنه مرسته یې کابل ته رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان زیاته کړې، دا درمل به د دریو میاشتو لپاره د ۱۵۰ زره افغانانو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي او په دې درملو به په خوارځواکۍ د اخته ۱۰۰۰ بستري ماشومانو درمنله هم وشي.
سرچینې ویلي دغه مرسته د اړمنو افغانانو لپاره بسنه نه کوي او له دغه هېواد سره یې خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې یاد سازمان په دې وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي، په افغانستان کې روغتیایي بنسټونه له بحران سره مخ دي او د مرستو نه ترسره کېدو په صورت کې یې د دغه هېواد د روغتیایي سیستم د پاشل کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل