د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې دوی په افغانستان کې د جګړو له اکله د رواني ناروغانو سره مرسته کوي او دا یې لومړیتوب دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر پر ټویټر لیکلي، د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا 'USAID' د رواني ناروغیو له قربانیانو سره د مرستې په لومړي کرښه کې د روزنې او د ناروغانو د بېړني مراقبت په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرسته کوي.
سرچینې زیاته کړې، د دې روزنیز پروګرام پر اساس، د جګړو د رواني ضربو د علاج لپاره ډاکټران روزل کېږي او روزل شوي ډاکټران وروسته د ټول افغانستان په کچه نور ډاکټران روزي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د 'WHO'د دفتر د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې اوس مهال د ټروما د علاج ۱۳۰ مرکزونه فعال دي.
جمهورخبري آژانس:کابل