ادهانوم: افغانستان کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی

21 دلو 1400 ساعت 8:24

د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې وایي، دغه هېواد روغتیايي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.


د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې وایي، دغه هېواد روغتیايي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د دې ادارې مشر تدروس ادهانوم د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره په جینوا کې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روان روغتیايي وضعیت او روغتونونو د حالت په اړه خبرې شوې دي.

ادهانوم ویلي چې وضعیت د تېرو میاشتو په پرتله نور هم خراب شوی دی او لامل یې دا دی چې د افغانستان روغتونونو ته مرستې نه رسېږي.

د ادهانوم په خبره که پر وخت د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې و نه شي نو زرګونه افغانان به له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د روغتیا نړیواله اداره له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرستو ته ادامه ورکوي، خو افغان حکومت دې هم د ښځینه وو په شمول ټولو روغتیايي کارکوونکو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com