۰

افغانستان کې یواځې د څو ورځو لپاره طبي وسایل پاتې دي

شنبی ۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ملیونونو کسانو د درملنې لپاره شته طبي وسایل یواځې څو ورځې نور کار کوي.
افغانستان کې یواځې د څو ورځو لپاره طبي وسایل پاتې دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ملیونونو کسانو د درملنې لپاره شته طبي وسایل یواځې څو ورځې نور کار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان مسوولین زیاتوي، د کابل په هوايي ډګر کې له بمي چاودنې وروسته په اکثره روغتونونو کې طبي وسایلو ته سخته اړتیا ده.

د سرچینې په وینا په روغتونونو کې اړینو توکو، درملو او د خوار ځواکه ماشومانو لپاره د مغذي توکو کموالی لیدل کېږي.

دې سازمان ویلي د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه سوداګریزې الوتنې د امنیتي ستونزو له امله بندې شوي او له دې امله دوی په نورو لارو غور کوي، څو دغه هېواد ته درمل او طبي وسایل واستوي.

روغتیا سازمان زیاتوي، دوی دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې پاتې شي او له اړینو او بې ځایه شویو خلکو سره مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي