۰

د ملګرو ملتونو له خوا د افغان روغتیايي مرکزونو د تمویل فعالیت له سره پیلېږي

چهارشنبه ۷ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
د روغتیا نړیوال سازمان ځانګړی استازی رامز الاکبروف وايي، دغه سازمان به په افغانستان کې خپل روغتیايي خدمتونه له سره پیل کړي.
د ملګرو ملتونو له خوا د افغان روغتیايي مرکزونو د تمویل فعالیت له سره پیلېږي
د روغتیا نړیوال سازمان ځانګړی استازی رامز الاکبروف وايي، دغه سازمان به په افغانستان کې خپل روغتیايي خدمتونه له سره پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي الاکبروف او د روغتیا نړیوال سازمان مسوول ډاکتر دوپنګ لیو دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامي امارت د روغتیا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې کړې دي.

د روغتیا وزارت د الاکبروف له قوله وايي، چې د روغتیايي نړیوال سازمان به افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د تمویل لړۍ له سره پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او پیاوړتیا او په دې برخه کې پر همغږۍ خبرې اترې وشوې.

خبرپاڼه وايي، د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکو ټینګار وکړ، چې دوی په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره په خبرو بوخت دی او تمه لري، چې ژر پایله ورکړي.

دوی د افغانستان له روغتیا وزارت سره پر ګډه همکارۍ ټینګار او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان اړتیاوې او غوښتې به په نړیواله کچه مطرح کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه سازمان لا له وړاندې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ۴۵ میلیون ډالرو مرسته ځانګړې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي