۰

د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ افغان روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي

شنبی ۱۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۱
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو د مخنیوي هڅې جریان لري او په خبره یې تر دا مهاله یې د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ افغان روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو د مخنیوي هڅې جریان لري او په خبره یې تر دا مهاله یې د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان مشر تدورس ادهانوم ویلي، دغه سازمان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) سره په همکارۍ توانیدلی چې په افغانستان کې د ۲۵زره روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي.

د هغه په وینا دوی همدارنګه په وروستیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۲۳۰۰ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته په زیاته اندازه درمل او طبي تجهیزات رسولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخه نیول شوې او دغه هیواد ته په کافي اندازه درمل، او طبي لوازم رسېدلي دي.

تدورس ادهانوم افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو پر لېږلو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان به له دغه هیواد سره روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي