د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ ویلي، امریکا به د مسکو په غونډه کې د افغانستان لپاره د موقت حکومت طرحه وړاندې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمېټ وایي د مسکو غونډه به د ترکیې د غونډې لپاره د خیز تخته وي او د امریکا ټوله هڅه به دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي.
دی زیاتوي، د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د مسکو او ترکیې په غونډو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر همدې طرحه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او طالبانو دواړو د موقت حکومت له طرحې سره مخالفت ښودلی او دا یې د افغانستان په ګټه نه ده بللې.
که څه هم افغان حکومت د مسکو غونډې ته پلاوی ټاکلی چې ولاړ به شي، خو په ورته وخت ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې که طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر شي، دی چمتو دی، چې ټاکنې رامخکې کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال هم ویلي، چې د امریکا طرحه د دوی په دریځ کې بدلون نه شي راوستلی، بلکې له قانوني لارې، چې د خلکو د رایې حق او د جمهوریت غوښتنې په کې اصل وي، د سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دي.
د یادونې ده، چې د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه (سبا پنشنبې) جوړېږي، چې له افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شپاړس کسیز پلاوی نن په دغه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.
جمهورخبري آژانس:کابل