سکاټ سمېټ:

امریکا به د مسکو په غونډه کې د موقت حکومت طرحه وړاندې کړي

27 حوت 1399 ساعت 8:11

د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ ویلي، امریکا به د مسکو په غونډه کې د افغانستان لپاره د موقت حکومت طرحه وړاندې کړي.


د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ ویلي، امریکا به د مسکو په غونډه کې د افغانستان لپاره د موقت حکومت طرحه وړاندې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سمېټ وایي د مسکو غونډه به د ترکیې د غونډې لپاره د خیز تخته وي او د امریکا ټوله هڅه به دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي.

دی زیاتوي، د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، د مسکو او ترکیې په غونډو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر همدې طرحه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او طالبانو دواړو د موقت حکومت له طرحې سره مخالفت ښودلی او دا یې د افغانستان په ګټه نه ده بللې.

که څه هم افغان حکومت د مسکو غونډې ته پلاوی ټاکلی چې ولاړ به شي، خو په ورته وخت ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې که طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر شي، دی چمتو دی، چې ټاکنې رامخکې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال هم ویلي، چې د امریکا طرحه د دوی په دریځ کې بدلون نه شي راوستلی، بلکې له قانوني لارې، چې د خلکو د رایې حق او د جمهوریت غوښتنې په کې اصل وي، د سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دي.

د یادونې ده، چې د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه (سبا پنشنبې) جوړېږي، چې له افغانستان د ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شپاړس کسیز پلاوی نن په دغه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com