۰

ملګرو ملتونو د افغانستان له استازي غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي

شنبی ۲۷ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۱
ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت له استازي غلام اسحاق زي غوښتي، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو د افغانستان له استازي غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي
ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت له استازي غلام اسحاق زي غوښتي، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویاند فرحان حق پرون جمعه د وږي ۲۶ مه ویلي، غلام اسحاقزی به د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

دی وايي، په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي سفیر غلام اسحاقزي د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د افغانستان د هغه پلاوي لیست سپارلی چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې به ګډون کوي.

نوموړي زیاتوي، اسحاقزي یوه ورځ وروسته له دې چې د عمومي اسمبلۍ غونډي پیل شوې، د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتو د غوښتنې لیک لاسلیک کړ.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبان به، چې تېره میاشت یې ټول افغانستان ونیوه، ملګروملتو ته خپل کوم استازی ورمعرفي کړي او که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي