۰

د ناټو د بهرنیو چارو وزایران د افغانستان په تړاو غونډه کوي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
ټاکل شوې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران دوه ورځې وروسته د افغانستان په تړاو د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې یوه غونډه تر سره کړي.
د ناټو د بهرنیو چارو وزایران د افغانستان په تړاو غونډه کوي
ټاکل شوې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران دوه ورځې وروسته د افغانستان په تړاو د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې یوه غونډه تر سره کړي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې ویل کېږي په دغه غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسه، د جنیوا کنفرانس او اصلاحات و ارزول شي.

د دغه سازمان د مطبوعاتي چارو یوه مسوول پژواک خبري آژانس ته ویلي غونډه به د لیندۍ په ۱۴ مه او ۱۵ مه تر سره شي، چې په کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني هم ګډون ولري.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې په یاده غونده کې به د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ  د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د ١٤ متحدينو استازي، افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال مېلر،  ملکي استازى زميرمان، د ملګرو ملتونو ، اروپايي اتحاديې  او نړيوال بانک استازي هم ګډون ولري.

د غونډې په لومړۍ ورځ به د ګڼ شمېر موضوعاتو تر څنګ په اوکراين او نورو سيمو کې د روسيې پر بې ثباته فعاليتونو، سخت دريځۍ، منځني ختيځ، شمالي افريقا او د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې کېږي.
د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې به د افغانستان وروستي حالات او په دغه هېواد کې د ناټو د روزنې ماموريت وارزول شي.

د هغه په وینا دغه راز د افغانستان په اړه ځانګړې توګه کې به پنځه مياشتې کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال د افغانستان په اړه شوې پرېکړې ارزول کېږي.

دغه سرچينې زياته کړه چې غړي هېوادونه به يو ځل بيا تر ٢٠٢٤ کاله پورې د افغان ملي امنيتي دفاعي ځواکونو د ملي ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.

سرچينه وايي، د ناټو د بهرنيو چارو وزيران دغه راز به د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو، ښځو او بشري حقوقو، ښې حکومتدارۍ او د فساد پر ضد مبارزې پر ژمنو هم خبرې کوي.

د ناټو د چارواکي په خبره په دې غونډه کې به د افغان سولې پروسې او د جينوا کنفرانس پر لاسته راوړنو هم بحث کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي