د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' او یونسېف په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره د یو هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ویلي له دې کار یې موخه دا دهو چې اړمنو افغانانو ته سمدستي درمل او نورې مرستې ورسوي.
دواړو ادارو پرون یکشنبې د وږي اوله په یوه خبرپاڼه کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي، څو د دې هېواد وګړو ته بشري مرستې ورسوي.
خو دوی زیاتوي چې اوسمهال کابل ته هېڅ راز ملکي الوتنې نه شته نو ځکه دوی اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو هېڅ لاره نه لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ان مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي افغانستان د بشري مرستو د رسولو د کچې له پلوه درېیم هېواد و، ځکه اتلس میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس:کابل