یو شمېر امریکایي سناتوران وایي، په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی د ټولو ګډ مسوولیت دی او امریکا باید په دې برخه کې بېړني ګامونه پورته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتوران وایي، د همدې لپاره د بایډن ادارې ته په کار ده، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاده کړي.
مخکښ امریکایي سناتور برنیس سندریز په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ولسمشر او د دغه هېواد حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي.
نوموړي زیاته کړې، دلته بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی او د امریکا بندیزونه به د میلیونونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د یادونې ده، چې تر سندریز مخ کې ګڼو نورو امریکايي او نړیوالو سیاسیتوالو هم ددغه شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده او د بندیزونو دوام یې د ناورین ستر لامل بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل