۰

د اسلامي امارت مشر هلمند ولایت ته سفر کړی دی

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۹
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده هلمند ولایت ته په سفر تللی او د دغه ولایت له ځايي چارواکو او دیني عالمانو سره یې کتلي دي.
د اسلامي امارت مشر هلمند ولایت ته سفر کړی دی
د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده هلمند ولایت ته په سفر تللی او د دغه ولایت له ځايي چارواکو او دیني عالمانو سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت الله اخندزاده پرون جمعه هلمند ولایت ته تللی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي اخندزاده هلته له ځايي نظامي او ملکي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره لیدلي دی.

ښاغلي سمنګاني په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو د هلمند د والي ویاند ویلي، چې امیرالمومنین حفظه الله د خپل زوی قبر ته چې به موسی کلا ولسوالۍ کې دی هم ورغلی وو.

په هلمند کې د طالبانو وياند دغه راز ویلي، چې عمومي مشر یې د سنګين ولسوالۍ ته هم سفر کړی.

‏نوموړی زياتوي، چې ملا هیبت الله اخوند په هلمند کې د طالبانو له نظامي او ملکي مسؤلینو، قاضیانو او علماو سره هم لیدلي.

‏له نوموړي نقل قول شوی چې ويلي يې دي« اوس د داسي اتلانو په منځ کي قرار لرم چي نړيوال پنځه ستوریز جنرالان او بد معاشان يې پر ګونډو کړل.»

‏هغه طالبانو ته دا سپارښتنه هم کړې ده: نظامي معسکرات پياوړي کړئ، ټولو مجاهدينو ته عقيدوي، فکري او بدني رزونه او تربيه ور کړئ. د علماؤ، مشرانو او ولس پوره قدر او درناوی وکړي.

دغه راز د اسلامي امارت مشر پر ټولو مسوولینو او مجاهدینو غږ کړی، چې.په هر کار کي له علماؤ او مشرانو سره مشورې وکړئ او تر نهایي کولو وروسته یې په اړه جدي اقدامات ترسره کړي.

‏هیبت الله اخوند په هلمند کې خپلو امنيتي مسوولينو ته په خطاب کې ویلي، تر دقیقو معلوماتو وروسته اقدام کوئ، هڅه باید وکړۍ، چي ولس درڅخه ازار او اذیت نشي او د عمومي عفوي (ټولبښني) څخه بايد سرغړونه ونه کړۍ.

‏له هيبت الله اخوند څخه نقل قول شوی، چې قاضيانو ته يې دا سپارښتنه کړې ده: په محاکمو کي سپارښتنې او واسطې مه منئ، که هر څوک جرم کوي بايد سزا وويني.

د اسلامي امارت مشر د محاکمو مسئولین خپل نائبان یاد کړه او زیاته یې کړه چې د قضاء په چارو کې هېڅوک د مداخلې کولو حق نه لري.

یادونې ده، چې د اسلامي امارت مشر تر دې وړاندې دوه ځلې په کندهار، بیا هرات او وروسته فراه کې هم له دیني عالمانو او ځايي چارواکو سره لیدلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي