۰

دیپلومات: د افغانستان نوی حکومت هم ډېورنډ فرضی کرښه نه مني

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۵
ډيپلوماټ ورځپاڼې ویلي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر ددغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي.
دیپلومات: د افغانستان نوی حکومت هم ډېورنډ فرضی کرښه نه مني
ډيپلوماټ ورځپاڼې ویلي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر ددغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په یوه مطلب کې زیاته کړې، د فرضي کرښې دواړو لورو ته پراته قومونه به هم د دغه داعیې په ملاتړ را پاڅې او تر څنګ یې پاکستاني طالبان چې له افغان لوري سره خواخوږي لري کولی شي پاکستان ته په ستر درد سر بدل شي.

سرچینه وایي افغان لوري په وروستي اقدام کې د پاکستان اغزن سیم ټول کړی او په دوو بېلو برخو کې تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی.

دا تحلیلونه داسې مهال کېږي چې د افغانستان نوي حکومت د هېواد له خاورې د ساتنې ژمنه کړې ده او زیاتوي هېچا ته حق نه ورکوي چې پر افغانانو خپلې پرېکړې تحمیل کړي او یا د ولسونو غوښتنې پر خلاف ګام اوچت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي