۰

چین کې افغان سفیر له خپلې دندې لاس په سر شو

دوشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۴
په چین کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر جاوید قایم له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی دی.
چین کې افغان سفیر له خپلې دندې لاس په سر شو
په چین کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر جاوید قایم له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي قایم پرخپله ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د یو لړ شخصي او مسلکي دلایلو په خاطر یې خپله دنده پرېښوده.

نوموړي په دغه بیان کې دا هم زیاته کړې، نه غواړي، چې د استعفا دلایل یاد کړي.

د یادونې ده، چې د جمهوریت له سقوط او اسلامي امارت له راتګ وروسته هم قایم تر اوسه په خپله څوکۍ پاتې وو.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر غلام محمد اسحاقزي هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي