ځینې خبري سرچینو راپور کې وړاندوینه کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ښايي د مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود او د هرات د مشهور قوماندان اسماعیل خان سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینو زیاته کړې، چې دغه لیدنه ښايي ایران کې وشي.
دا راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ پرون شنبې د زمري ۱۸ مه ماښام مهال ایران ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی.
اسلامي امارت ویلي ښاغلی مقتي به له ایراني لوري سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او دغه راز د کډوالو په اړه خبرې وکړي.
خو تر اوسه په دې اړه چې کېدای شي ښاغلي متقي له احمد مسعود او اسماعیل خان سره وګوري، د افغانستان اسلامي امارت او مقابل لوري څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل