۰

نیوزیلنډ سرور دانش ته د تابعیت د ورکړې خبره تایید کړه

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
نیوزیلنډي چارواکو تایید کړې، چې دوی د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش او د هغه کورنۍ ته د نیوزلنډ تابعیت ورکړی دی.
نیوزیلنډ سرور دانش ته د تابعیت د ورکړې خبره تایید کړه
نیوزیلنډي چارواکو تایید کړې، چې دوی د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش او د هغه کورنۍ ته د نیوزلنډ تابعیت ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي فیل توفورد ویلي، له دانش سره یو ځای د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته هم تابعیت ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بشري حقونو په اړه د دانش دريځ د ده او د هغه د کورنۍ د پناه ورکولو عمده دليل يې دی.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې سرور دانش د حکومت تر سقوط وروته لومړی ایران، بیا ترکیې او له هغه ځایه نیوزیلنډ ته ولاړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي