نیوزیلنډ سرور دانش ته د تابعیت د ورکړې خبره تایید کړه

16 جدی 1400 ساعت 9:41

نیوزیلنډي چارواکو تایید کړې، چې دوی د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش او د هغه کورنۍ ته د نیوزلنډ تابعیت ورکړی دی.


نیوزیلنډي چارواکو تایید کړې، چې دوی د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش او د هغه کورنۍ ته د نیوزلنډ تابعیت ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي فیل توفورد ویلي، له دانش سره یو ځای د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته هم تابعیت ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بشري حقونو په اړه د دانش دريځ د ده او د هغه د کورنۍ د پناه ورکولو عمده دليل يې دی.

سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې سرور دانش د حکومت تر سقوط وروته لومړی ایران، بیا ترکیې او له هغه ځایه نیوزیلنډ ته ولاړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com