۰

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د بشري حقونو ساتلو په خاطر هڅې وشي

دوشنبه ۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۴
اروپايي ټولنه وايي، نړیوال دې د بشري ارزښتونو او حقونو د ساتلو لپاره له افغانستان سره همکاري ډېره او پراخه کړي.
اروپايي ټولنه: افغانستان کې د بشري حقونو ساتلو په خاطر هڅې وشي
اروپايي ټولنه وايي، نړیوال دې د بشري ارزښتونو او حقونو د ساتلو لپاره له افغانستان سره همکاري ډېره او پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ټینګارکړی، چې افغانستان کې د بشري حقونو ساتلو ته جدي اړتیا ده او د دې وخت دی، چې نړیواله ټولنه په دغه هېواد کې د خلکو لومړنیو حقونو لپاره هڅې وکړي.
 
د اروپايي ټولنې یوې ديپلوماتې انډرولا کمېنارا په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي، دمګړی په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او میلیونونه وګړي خپلو لومړنیو حقونو ته له لاسرسي محروم دي.

نوموړي زیاته کړې،پوهنتونونه تړل شوي، د نجونو ښوونځي په بشپړه توګه نه دي پرانیستل شوي، د بیان ازادي ځان په خطر کې احساسوي او دې ته ورته مسایل دي چې نړیواله ټولنه یې باید د ساتلو او پاللو لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي