۰
کای ایډه:

امریکا د افغانانو د شتمنۍ د کنګل کولو حق نه لري، دا بې منطقه کار دی

سی شنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۰
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کول یو غیر منطقي کار بللی دی.
امریکا د افغانانو د شتمنۍ د کنګل کولو حق نه لري، دا بې منطقه کار دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کول یو غیر منطقي کار بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کای ایډه په ټوېټ پیغامونو کې په ټینګار سره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنۍ د کنګل کولو حق نه لري.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګل کېدل به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کړي.

هغه لیکلي«امریکا پخپله له افغانستان وتلې ده، دوی لا په کابل کې وو، چې طالبانو د افغانستان واک واخیست او همدا راز یې میاشتې میاشتې په دوحه کې ورسره مذاکرات لرل نو بیا تر دې هر څه وروسته د پیسو کنګل کول بې منطقه ښکاري.»

دغه پخواني دیپلومات ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او روان وضعیت له امله د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو ګواښ شته دی او ښه به وي چې امریکا له دغه هېواد سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو لپاره لار پرانیزي.

باید و ویل شي، چې د مخکني حکومت تر ړنګېدو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته امریکا د افغانستان کابو لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړې ده.

د امریکا له لوري د افغانستان د پیسو کنګل کولو په هېواد کې بې روزګاري خورا ډېره کړې او ان خلک یې له لوږې سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې که له افغانستان سره جدي او بېړنۍ مرستې ونه شي، نو دغه هېواد کې به ستر بشري ناورین رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي