۰
کای ایډه:

نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه بلکې افغانانو ته جزا ورکوي

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په روان چلند سختې نیوکې کړې او هغه یې غندلی دی.
نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه بلکې افغانانو ته جزا ورکوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډ له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په روان چلند سختې نیوکې کړې او هغه یې غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کای ایډ په تازه مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه په روان چلند طالبان نه، بلکې د افغانستان خلکو ته جزا ورکوي.

نوموړي پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي، ځکه په وینا یې د نړیوالې ټولنې په دې چلند طالبان نه بلکې عام افغانان زیانمېږي.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني دیپلومات ټینګار کړی، چې که نړیوال دا چاره ترسره نه کړي، نو د طالبانو پر ځای به یې افغانانو ته جزا ورکړي وي.

کای ایډه د نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو زیان تر ډېره عامو افغانانو ته رسېږي، نو ځکه نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له نوي حکومت سره د تعامل پروسه چټکه کړي.

د هغه په وینا څومره چې تعاملات ډېرېږي، دومره د دواړو لورو ترمنځ تفهیم او مذاکراتو ته لار برابرېږي او دواړه لوري کولی شي د یو بل خبرې واوري.

کای آیډه وايي افغانستان پراخو بشري او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري او دا کار له نوي حکومت سره له تعامل پرته ممکن نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي