۰

هندي حکومت د افغان محصلینو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۴
 په هند کې د افغانستان سفارت وایي، هلته د مېشتو محصلیونو او هغو کسانو ستونزه یې حل کړې چې نوي د هند بورسیو ته بریالي شوي دي.
هندي حکومت د افغان محصلینو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده
په هند کې د افغانستان سفارت وایي، هلته د مېشتو محصلیونو او هغو کسانو ستونزه یې حل کړې چې نوي د هند بورسیو ته بریالي شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ممبی کې د افغانستان قونسلګري زیاته کړې، چې په دې اړه یې له هندي چارواکو سره یې پر له پسې اړیکې نیولې دي.

سرچینه وايي، هندي لوري ورسره منلې چې د مېشتو افغان محصیلیونو وېزې به په انلاین توګه تمدیوي او همدا راز هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي کولی شي له خپلو اړوندو پوهنتونو سره په تفاهم انلاین زده کړو ته ادامه ورکړي او که یې اړتیا وه په انلاین توګه د وېزې غوښتنه کولی شي.

دغه راز بېلو سکالرشېپونو ته نوي بریالي شوي محصلین هم کولی شي له خپلو پوهنتونونو سره خبرې وکړي او په انلاین توګه د وضعیت تر ښه کېدو پورې زده کړو ته ادامه ورکړي.

قونسلګرۍ همدا راز ویلي چې دوی هڅه کوي د ستونزو د بشپړ حل په موخه له هندي لوري سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي