۰

کابل کې څلور غله نیول شوي دي

یکشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.
کابل کې څلور غله نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غلو دا څلور کسیزه ډله د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې  اړوند تایمني ۷ سړک کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د غلو دغه څلور کسیزه ډلې تېره ورځ د ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې له دوکاندارانو څخه څلویښت زره افغانۍ او يوه اندازه نور توکي  وړې وو.

سرچینه زیاتوي، چې دا غله نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا له یو میل تفنګچې او چړې سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند او دغه راز د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدر په سیمه کې څلور تنه غله او څلور تنه انسان تښتونکي د اسلامي امارت له خوا نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي