۰

د اسلامي امارت مشر کندهار کې د دیني عالمانو شورا جوړه کړې

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۵
راپورونه وایي، د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار ولایت کې د دیني عالمانو یوه شورا جوړه کړې ده.
د اسلامي امارت مشر کندهار کې د دیني عالمانو شورا جوړه کړې
راپورونه وایي، د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار ولایت کې د دیني عالمانو یوه شورا جوړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا مشرۍ مولوي حبیب الله آغا کوي، چې موخه یې په ځايي کچه د ټولنیزو او حکومتي ستونزو حل ښودل شوی دی.

مولوي اختر محمد زعفراني د یادې شورا مرستیال او مولوي مجاهد بیا د دغه شورا اداري او مالي مسوول ټاکل شوی دی.

یاده شورا ټول ۲۴ غړي لري، چې د کندهار د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي دي او یوازې د کندهار په کچه د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي تایید کړې، چې د داسې یوې شورا د جوړېدو لپاره کار پیل شوی خو په وینا یې لا یې چارې نه دي بشپړې شوې.

ښاغلي کریمي ویلي داسې شوراګانې تر کار لاندې دي خو تر اوسه پورې یې کارونه پای ته نه دي رسېدلي.

کریمي زیاته کړې، دا ډول شوراګانې به په ټولو ولایتونو کې جوړې شي او د ولس او حکومت ترمنځ به د همغږۍ، اړیکو او د کارونو د انسجام زمینه برابروي.

خو په وینا یې دا هغه شورا نه ده چې په یوه ځل به د هېواد په کچه جوړېږي او د ځینو مهمو مسایلو په اړه پرېکړه کوي، بلکې زیاتوي، هغه هم تر کار لاندې په نظر کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي