کابل کې څلور غله نیول شوي دي

11 میزان 1400 ساعت 9:19

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غلو دا څلور کسیزه ډله د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې  اړوند تایمني ۷ سړک کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د غلو دغه څلور کسیزه ډلې تېره ورځ د ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې له دوکاندارانو څخه څلویښت زره افغانۍ او يوه اندازه نور توکي  وړې وو.

سرچینه زیاتوي، چې دا غله نن یکشنبې د تلې ۱۱ مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا له یو میل تفنګچې او چړې سره نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند او دغه راز د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدر په سیمه کې څلور تنه غله او څلور تنه انسان تښتونکي د اسلامي امارت له خوا نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143189

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143189/

جمهور
  https://www.jomhornews.com