۰
خلیلي:

هغه سوله چې د طالبانو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې راځي سوله نه ده

چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۵
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي وايي، نوی نسل د طالبانو اسلامي امارت نه غواړي او هغه سوله چې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې رامنځ ته کېږي هېڅ سوله نه شو ورته ویلای.
هغه سوله چې د طالبانو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې راځي سوله نه ده
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي وايي، نوی نسل د طالبانو اسلامي امارت نه غواړي او هغه سوله چې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې رامنځ ته کېږي هېڅ سوله نه شو ورته ویلای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلي دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه د وحد اسلامي ګوند په دوهمه سیاسي او مشورتي غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې د طالبانو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې سوله یو بل ته د تسلیمېدو په مانا ده او دا ډول سوله د افغانستان نوي نسل ته د منلو نه ده.

د سولې عالي شورا او د وحدت اسلامي ګوند مشر ټینګار وکړو چې نه د افغان حکومت او نه هم د طالبانو د تحریک تسلیمېدل افغانستان ته تل پاتې سوله راوستلی شي.

د خلیلي په وینا طالبان هم باید دا درک کړي، چې د دوی د اسلامي امارات د یوه نظام او حکومت په توګه د افغانستان نوي نسل ته د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول اړخونه تېر هیر کړي او د یو عزتمندانه او عدلانه میکانیزم له لارې د سولې بهیر تعقیب کړي.

خلیلي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د نااعلان شوي سفر پر مهال د امریکا په سفارت کې و ویل، تمه ده، چې تر دوه میاشتې وړاندې موده کې د طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي